Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

په غزني کې له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا ۱۰ سرتېري وژل شوي

0
د غزني ښار په درېيمه حوزه کې نن له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا لس افغان سرتېري وژل شوي دي.


د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو پرون د غزني ښار په زنه خان سای سيمه کې پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه.


ده وویل:


"په نښته کې د درېيمې امنیتي حوزې د امر لومړي څارن مجیب الرحمان محمودي په ګډون نهه سرتېري شهيدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي."


د غزني د والي وياند وايي چې په نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اووښتي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.


طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса