Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

کیم جونګ اون وایي، له ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی

0
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی.


دا خبره د شنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنیو د نوموړي له قوله خپره کړه.


د کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم له خولې ویلي:


"موږ به په صبر د دې کال تر پای پورې د امریکا متحدو ایالتونو ته انتظار وکړو، څو یو باجرأته پرېکړه وکړي."


د دې خبري اژانس په حواله، کیم په فبرورۍ میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره د خپلې دوهمې سرمشریزې د ناکامۍ سبب د امریکا یو اړخیزې غوښتنې بللې دي.


نوموړي ویلي، دې غوښتنو دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا واشنګټن رښتیا د اړیکو ښه کول غواړي که نه؟


خو کیم زیاته کړې، د امریکا له ولسمشر سره یې خپلې شخصي اړیکې ښې دي او دوی هر وخت خپلو کې لیکونه تبادله کولی شي. 



دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې د جنوبي کوریا له ولسمشر مون سره په لیدنه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره درېیم ځل لیدلو ته چمتووالی وښود، خو ویې ویل چې واشنګټن به پر پیونګ یانګ لګېدلي بندیزونه پر خپل ځای وساتي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса