Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

د سولې ولسي حرکت نن په هلمند کې لاريون کوي

0
د سولې ولسي حرکت وايي، په پام کې لري چې نن يکشنبه په هلمند کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وکړي.


دغه حرکت پرون په ننګرهار، تر هغه مخکې په خوست او غزني کې دې ته ورته لاريونونه کړي دي.


د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:


"د يکشنبې په ورځ په هلمند کې لاريون لرو، د لاريون پر مهال د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور بايد ژر تر ژره اوربند اعلان شي، يوې سولې او روغې جوړې ته ورسېږو."


د سولې ولسي حرکت په لاريونو کې د حکومت له خوا د خالد پوځي عمليات او د طالبانو له خوا د الفتح په نوم پسرلني عمليات غندل شوي دي.


وسله والو طالبانو د الفتح په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان کړى دى.


د سولې ولسي حرکت وايي، په نورو ولايتونو کې به هم د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса