Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

د ليبيا د طرابلس په جنوبي سيمو کې پرون درنې جګړې پيل شوې

0
د ليبيا د پلازمېنې طرابلس په جنوبي سيمو کې پرون درنې جګړې پيل شوې.


دا په داسې حال کې ده چې پر دغه ښار د ولکې ټينګولو لپاره د دوو اوونيو په جګړه کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ٢٢٠ اوښتى دى.


ليبيا په ختيځ او لوېديځ کې د دوو سيالو حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده.


جګړه د قوماندان خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا د ملي پوځ په نوم د ځواک او د هغو ملېشه وو ترمنځ روانه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت پېژندل شوي او د ملي يووالي حکومت ته وفادار دي.


په طرابلس کې د ملي يووالي حکومت ته وفادارو ځواکونو ويلي چې د حفتر د جنګياليو په وړاندې يې پرون ځوابي حمله کړې ده.


حفتر د ملي يووالي حکومت پرخلاف د اپرېل پر څلورمه جګړه پيل کړله.


دى د ليبيا په ختيځ کې د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د طرابس د حکومت حاکميت په رسميت نه پېژني.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса