Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

په سریلانکا کې نن په ګڼو چاودنو کې لږترلږه ١٠٠ تنه وژل شوي

0
په سریلانکا کې نن یکشنبه په ګڼو چاودنو کې لږترلږه ١٠٠ تنه وژل شوي او تر ٤٠٠ ډېر نور ژوبل دي.


دا چاودنې د کلیساوو په شمول چې د مسیحیانو اختر پکې لمانځل کېده، په بېلابېلو ځایونو کې شوي دي.


درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو د شمال د نیګومبو ښارګي په درېيو کلیساوو کې شوي دي، بله چاودنه د کولمبو د ختیځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې په باتیکالوا کې شوې ده.


پوليس وايي، درې نورې چاودنې په پنځه ستوريزو هوټلونو کې شوي دي.


د سريلانکا د ماليې وزير منګالا سمارا ويرا په ټوېټر ليکلي:


"داسې ښکاري چې دا حملې د وژنو، ټپي کولو او انارشۍ لپاره تنظيم شوې وې او ګڼ بې ګناه انسانان يې ووژل."


تر اوسه پورې هېڅ چا د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса