Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

رستمي: سږ کال به پر ۳۰ زرو بېوزلو کورنیو د چرګانو فارمونه ووېشل شي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به پر ۳۰ زرو بېوزلو کورنیو د چرګانو فارمونه ووېشل شي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د چرګانو دغه فارمونه په بېلابېلو ولایتونو کې په هغو مېرمنو وېشل شوي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.


ده وویل:


"په مجموعي ډول سږکال پر ۳۰ زرو کورنیو په دایکنډي، بدخشان، نیمروز، ارزګان، کابل، هرات، کونړ، خوست، بلخ، کندز او ننګرهار کې وېشل کېږي."


د دې پروژې له پلي کولو څخه هدف د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.


د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، تېر کال هم پر ۵۴ زرو بېوزلو کورنیو باندې د چرګانو فارمونه وېشل شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса