Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

چارواکي: په غور کې یوه پوسته د محدود وخت لپاره طالبانو نیولې وه

0
چارواکي وایي چې په غور ولایت کې تېره شپه د بند بایان امنیتې پوسته د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې ده. 


د غور د والي مرستیال حبیب الله رادمنش ازادي راډیو ته وویل، دا پوسته تېره شپه د محدود وخت لپاره وسله والو طالبانو نیولې وه، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بېرته یې ونیسي.


ښاغلي رادمنش وویل، په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.


د بند بایان امنیتې پوسته د غور څو ولسوالیو ته د تللې لویې لارې د امنیت لپاره یوه مهمه پوسته ګڼل کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса