Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

چارواکي: په ارزګان کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي

0
چارواکي وايي، په ارزګان کې د درې پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.


دا عمليات په کندهار کې مېشتې د صفر ۳ ځانګړې قطعې ځواکونو د ترينکوټ د سرخ مرغاب په سيمه کې ترسره کړي دي.


د دې ځواکونو له خوا ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي چې درې يې پاکستاني اتباع دي.


سرچينه وایي چې وژل شويو پاکستانيانو، طالبانو ته په سیمه کې د ماين جوړولو روزنه ورکوله.


په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال ۵ وسله وال ژوندي نيول شوي او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса