Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین وځنډېد

0
د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو په دې هېواد کې پر روغتیايي کارکوونکو له بریدونو وروسته دغلته د ګوزڼ یا پولیو د ناروغیو پر ضد د واکسینو کمپاین وځنډاوه.


له یوې اوونۍ په کمه موده کې په پاکستان کې د پولیو د واکسینو یو روغتیايي کارکوونکی او دوه تنه هغه پولیس سرتېري چې د واکسیناتورانو امنیت یې ساته، ووژل شول.


د پاکستان د روغتیا چارواکو نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د واکسین وروستی ملي کمپاین درولی دی.


دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نوې پېښې موندل شوي دي.


پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو درېیو یوازنیو هېوادونو کې دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.


په پاکستان کې یو شمېر وسله والې ډلې او ځايي ملایان د واکسینو مخالفت کوي او میندې او پلرونه هڅوي چې خپل کوچنیان دې نه واکسینوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса