Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

د اوکراین په لوهانسک کې د مړو کان کیندونکو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد

0
د اوکراین په ختیځ لوهانسک سیمه کې د ډبرو د سکرو په کان کې د چاودنې د مړو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.


په دې سیمه کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو مشران چې د ډبرو د سکرو پر دې کان کنټرول لري، وايي چې د ټولو ورکو کان کیندونکو جسدونه تر لاسه شوي دي.


د مړو شویو کان کیندونکي دا شمېر د شنبې په ورځ وروسته له هغې اعلان شو چې د لټون او ژغورنې کارکوونکو د یورویکا په کلي کې د دې کان له ژورو د ټولو کان کیندونکو مړي را وویستل.


دا سیمه د روس پلوو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې ده.


د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، د بېلتون غوښتونکو مشرانو په غوښتنه یې دې سیمې ته د کانونو ژوغورونکي استولي دي.


د اوکراین د حکومت د ژغورنې ادارې دې سیمې ته رسمي لاسرسی نه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса