Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

پوتین په داسې پلان غور کوي چې اوکراینیانو ته د روسیې تابعیت اسانوي

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، حکومت یې پر یوه داسې پلان غور کوي چې له مخې به یې نه یوازې د اوکراین په ختیځ کې د جنګ ځپلو سیمو اوسېدونکو، بلکې ټولو اوکراینیانو ته د روسیې د تابعیت ترلاسه کول اسانه شي.


پوتین دا څرګندونې نن په بیجنګ کې د چین د یوې لارې – یو کمربند د پروژې په مناسبت نړیوالې سرمشریزه کې وکړې.


د تېرې چهارشنبې په ورځ ولسمشر پوتین یو فرمان صادر کړی چې له مخې یې د اوکراین د ختیځ د ډونیڅک او لوهانسک د سیمې د اوسېدونکو لپاره د روسیې د تابعیت تر لاسه کول اسانېږي.


د پوتین پر دې فرمان کییف، امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان توند عکس العمل ښودلی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса