Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

د هرات د فوټبال په غوره لیک کې صرافانو لوبډلې استقلال ته ماته ورکړه

0
د هرات ولایت ورزشي مسؤلین وايي، د فوټبال د غوره لیګ سیالیو د درېیمې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې د صرافانو لوبډلې استقلال لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه.


د دغه لیګ مسؤل نجیب الله نوروزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د غورلیګ څلورمه اوونۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیلېږي.


ده وویل:


"څلورمه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ارش او اتفاق ټیمونو، د پجنشنبې په ورځ سرخ پوشان له انصاري سره، د جمعې په ورځ ډېره حساسه لوبه د صرفانو لوبډله له اټک انرژۍ او د شنبې په ورځ استقلال له پامیر سره د لوبې ډګر ته ځي."


ښاغلی نوروزي وايي چې د دغه لیګ وروستۍ لوبه له روژې مبارکې میاشتې وروسته ترسره کېږي.


د نجیب الله نورزي په خبره، دغه لوبه د غوره لوبغاړو د پېژندلو لپاره ترسره کېږي.


دغه لوبې د حمل د میاشتې په ۲۰مه د هرات ولایت د فوټبال په لوبغالي کې پيل شوې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса