Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

صنعتکاران: د کابل د څرخي پله صنعتي پارک کې د برښنا ستونزه حل شوې

0
افغان صنعتکاران وايي، د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې د برښنا ستونزه هواره شوې ده.


د افغانستان د صنعتکارانو رئیس شېرباز کمین‌زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ستونزه د برښنا شرکت له مسؤلینو سره د صنعتکارانو له پرله‌پسې ناستو وروسته حل شوه.


ده وویل:


"دا یو ښه بدلون و، صنعتکاران لاس په کار شول، یوه اوونۍ کېږي چې د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې ۲۴ ساعته کار روان دی، هیله‌مند یوو چې د برښنا د کمښت ستونزه به په ولایتونو هم حل شي."


نوموړي وویل چې د دغې ستونزې د هواري لپاره صنعتکارانو هم همکاري کړې او د برښنا د تولید په برخه کې به پانګونه وکړي.


اوس‌مهال د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې ۶۰۰ فابریکې فعالیت کوي چې نږدې ۵۰ زره کسانو ته‌یې د کار زمینه برابره کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса