Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

د کرکټ افغان ملي ټیم له جنوبي افریقا هېواد ته راستون شو

0
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په جنوبي افریقا کې د تمریناتي سیالیو له ترسره کولو وروسته هېواد ته راستون شو.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د کرکټ دغه ډله ۲۴ ورځې په جنوبي افریقا کې په تمریناتو بوخته وه.


ده وویل:


"د افغانستان د کرکټ ټیم خپل تمریناتي کمپ پای ته ورساوه، نن هېواد ته راستون شو او ډېر ژر به د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره اروپا ته لاړ شي."


ده وویل، افغان کرکټ ټیم په جنوبي افریقا کې په یوې سیالۍ کې د کاناډا ټیم ته ماته ورکړه او په دوو نورو تمریناتي سیالیو کې چې د جنوبي افریقا له امیرجنګ له ټیم سره یې لرلې، یوه یې وګټله او یوه یې بایلوده.


ده وویل، د افغانستان د کرکټ ټیم ښه تیاری لري او هیله یې وښوده چې دغه ټیم به په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса