Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

په کندهار کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه

0
په کندهار ولایت کې د فوټبال یوه اکاډمي پرانیستل شوه.


د کندهار ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن ازادي راډیو ته وویل، د دغې اکاډمۍ کار پیل شو او د علاقمندانو جذبولو ته چمتو ده.


ده زیاته کړه:


"موږ په کندهار ولایت کې له څو کلونو وروسته وتوانېدو چې د لومړي ځل لپاره د فوټبال اکاډمي پرانیزو، وروسته له دې به په کندهار کې فوټبال ته مکتبي بڼه ورکړو."


ده وویل، اوسمهال په دغه اکاډمۍ کې ۷۵ ورزشکاران په تمرین بوخت دي.


د ښاغلي مدیراغا په خبره، د دغې اکاډمۍ د جوړېدو پروسه به درې کاله ونیسي.


ده دا هم وویل، په دغه ولایت کې به یو ورزشي جمنازیوم هم جوړ شي چې د بنسټ ډبره یې په دې وروستیو کې کېښودل شوې او کارونه به یې په ۱۸۰ ورځو کې بشپړ شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса