Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

په سریلانکا کې پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګېدلی

0
په سریلانکا کې دغلته د سخت دریځو اسلامپالو د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته چارواکو پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګولی.


په دې هېواد کې تېره اوونۍ یو لړ هغو بریدونو چې مسؤلیت یې د داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، لږترلږه ۲۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.


د ولسمشر مایتریپالا سیریسینا دفتر نن وویل، نوموړی د دوشنبې له ورځې د دې بندیز د لګولو لپاره له بېړني قانونه کار اخلي.


روېټرز خبري اژانس د حکومت د یوه ویاند له خولې ویلي:


"دا د ولسمشر امر دی چې د هر ډول ټوکر په وسیله د مخ پر پټولو سمدستي بندیز لګوي."


د ولسمشر په امر کې په ځانګړې توګه د هغې نقاب یا چادرۍ یادونه نه ده شوې چې مسلمانې ښځې یې کاروي. 


په عین حال کې د سریلانکا صدراعظم رانیل ویکرميسینګي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عدلیې له وزارته یې غوښتي، څو پر چادرۍ د بندیز لپاره یوه طرحه چمتو کړي.


د بشري حقونو ډ‌لو دا بندیز غندلی دی.




د اندونیزیا د دوه ویشت میليونه نفوسو په سلو کې نهه اعشاریه اووه یې مسلمانان دي او په دې هېواد کې یو ډېر کم اقلیت ښځې چادري یا حجاب کاروي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса