Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

د قزاقستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۸ کاندیدانو نومونه لیکلي

0
د قزاقستان د ولسمشرۍ د هغو انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې ترسره شي، اتو تنو کاندیدانو نومونه لیکلي دي.


دا خبره د قزاقستان د انتخاباتو کمېسيون د دوشنبې په ورځ کړې.


په دې اتو کاندیدانو کې موقت ولسمشر قاسم ژومارت توقاییف چې تمه کېږي د انتخاباتو ګټونکی به وي، هم شامل دی.


راپورونه وايي چې د تلغت ایرغالیف په نوم نهم کاندید د دوشنبې په ورځ له خپلې کاندیدۍ تېر شوی دی.


د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره د غوښتنلیکونو د سپارلو موده د یکشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.


ګومان نه کېږي چې د واکمن ګوند کاندید توقایف به په دې انتخاباتو کې له کومې جدي ننګونې سره مخ شي، ځکه په انتخاباتو کې نور کاندیدان یا غیر مشهورې سیاسي څېرې دي، یا د حکومت د پلوو ګوندونو او ډلو له خوا کاندید شوي او یا کافي وخت نه لري چې د زر ترسره کېدونکو انتخاباتو څخه مخکې د ځان لپاره کمپاین وکړي.


په قزاقستان کې سرتاسري سوشل ډموکراټ ګوند یوازینی ګوند دی چې ځان د حکومت سیاسي اپوزيسيون بولي، خو دې ګوند دا انتخابات تحریم کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса