Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

برايان هوک به د امنيت شورا له غړو سره خپل معلومات شريک کړي

0
په پام کې ده د ايران لپاره د امريکا د متحدو ايالاتونو ځانګړى استازى د ملګرو ملتونو مقر ته ورشي چې د امنيت شورا له دايمي غړو سره خپل معلومات شريک کړي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې برايان هوک نن خپلو کتنو ته دوام ورکوي.


اعلاميه وايي، د ايران لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى به د ايران د مسؤل ګڼلو پر اهميت خبرې وکړي چې د بالسټيک توغنديو په جوړولو او ازمويلو سره يې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا له پرېکړه‌ليکونو سرغړونه کړې ده.


براين هوک به امنيت شورا ته د ايران په وړاندې په داسې حال کې د امريکا پاليسي توضيح کړي چې واشنګټن پر تهران د فشار د زياتولو هڅه کوي.


له کله چې ډونالډ ټرمپ د ٢٠١٧میلادي کال په جنورۍ مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړې، واشنګټن د ايران په وړاندې شديد دريځ خپل کړى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса