Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د کرکټ ملي لوبډله د مې په څلورمه نېټه اروپا ته ځي

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د مې په څلورمه نېټه اروپا ته سفر پیلوي.


د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په‌دې اړه د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وويل، افغان کرکټ لوبډله به د دغه سفر په ترڅ کې د نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبې او له بشپړ چمتووالي سره به په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي:


"افغان کرکټ ملي لوبغاړي به د مې په څلورمه نېټه له کابله د اروپا پر لور سفر وکړي، هلته به له سکاټلېنډ او ایرلنډ سره لوبې ولري چې د مې په ۸مه او ۱۰مه نېټه به له سکاټلېنډ سره او په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه به له ایرلنډ سره لوبې وکړي."


دا سفر وروسته له هغه دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر ۲۴ ورځني سفر وروسته د شنبې په ورځ هېواد ته راستنه شوه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله جنوبي افريقا ته هم د تمرین په هدف تللې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса