Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

خلیل‌زاد د افغانستان په سوله کې د اندونيزيا د ملاتړ ستاينه وکړه

0
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په پروسه کې د اندونيزيا د ملاتړ ستاينه وکړه.


زلمي خليل‌زاد نن په ټويټر کې ليکلي چې په دوحه کې د نننيو مذاکرو په درشل کې يې د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې ريتنو مارسودي سره کتلي دي.


ښاغلي خليلزاد ليکلي چې اندونيزيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ او شراکت وړانديز کړى دى.


نن په دوحه کې د امريکا د هيئت او د طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې وشوې. 


ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي رسنيو ته په يوه ايميل کې ليکلي چې ښاغلي خليل‌زاد د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.


د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل، پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي:


"په شپږم پړاو خبرو کې زیات امکان شته چې دوی دې دوو اجنداوو ته، یو اوربند او بل د بینإالافغاني خبرو د پیل لپاره سره هوکړې ته ورسېږي."


په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن ازادي راډيو ته ويلي چې دوى پر دوو موضوعاتو چې مخکې هم ورباندې بحث شوى- په تفصيل خبرې کوي: د بل چا په وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل او له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса