Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

ارګ: قطر ته د بهرنيو چارو د سرپرست وزير د سفر مخه نه‌ده نيولې

0
د افغانستان جمهوري رياست هغه اوازې رد کړې چې ګواکې حکومت قطر ته د بهرنيو چارو د سرپرست وزير د سفر مخه نيولې ده.


تردې مخکې د حکومت يوې باوري سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني د سفر مخه نیولې ده.


سرچینه وايي، ټاکل شوې وه چې ښاغلي رباني غوښتل د اپرېل پر٢٩مه دوحې ته لاړ شي او د اسیايي هېوادونو په یوه غونډه کې چې نن ترسره کېږي، ګډون وکړي.


د سرچینې په حواله ښاغلي رباني د دغه سفر په ترڅ کې د قطر د امیر تر څنګ غوښتل د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.


خو د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع رد کړله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса