Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

تاجکستان ۸۴ ماشومان له عراق څخه هېواد ته ستانه کړل

0
تاجکستان له عراق څخه هغه ۸۴ ماشومان تسليم کړل چې تاجکستانۍ ميندنې يې هلته له داعش ډلې سره د ارتباط په تور بنديانې دي. ځينې يې محاکمه کېدو ته انتظار دي.


يوه الوتکه چې دغه څلوراتيا ماشومان او تنکي زلميان يې لېږدول، پرون د دوشنبې پر هوايي ډګر کښېناستله.


مخکې تردې چې دغه ماشومان د هغوى خپلوانو ته وسپارل شي، طبي معاينه يې کېږي.


د تاجکستان حکومت د دغو ماشومانو د تسليمۍ په چارو کې د همکارۍ له کبله د کويټ او عراق د بهرنيو چارو وزارتونو دغه راز په بغداد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مننه وکړه.


چارواکي وايي، د تاجکستان په سلګونو وګړي له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو لپاره عراق او سوريې ته تللي دي.


دوشنبې په وار- وار ويلي، د تاجکستان هېڅ ماشوم د منځني ختيځ په جګړه ځپلو هېوادونو کې بې سرپرسته نه پرېږدي.


تاجکستان بېره لري چې په اوږدمهال کې ښايي دغه ماشومان د امنيتي خطر سبب شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса