Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

په امریکا کې یو افغان ټبری سړی په لس کاله بند محکوم شوی

0
هغه افغان ټبری سړی چې د نیویارک د مټرو سیسټم کې یې بم ایښی و، خو وروسته یې خپل لوری بدل کړ او امریکايي چارواکو ته یې مهم معلومات ورکړل، په لس کاله بند محکوم شوی دی.


۳۳ کلن نجیب الله ځاځی چې په افغانستان کې زیږیدلی او بیا یې د امریکا تابیعت اخېستی و، پرون د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ سره په تړلو تورونو د محاکمې پر مهال له عمري بند له سزا سره مخ و، خو څارنوالانو د امریکا د سیمه‌ییزې محکمې له قاضي رایمونډ ډیري وغوښتل څو ځاځي ته دې په‌دې خاطر امتیاز ورکړي چې نوموړي په ۲۰۱۰ میلادي کال فبرورۍ کې د خپل جرم له منلو وروسته له امریکايي چارواکو سره «فوق العاده» همکاري کړې ده.


د ځاځي مدافع وکیل ویلي، دا چې دې کس لا دمخه کلونه زندان تېرکړی نو ښايي څو ورځو کې خوشې شي.


نجیب الله ځاځي په مخکې کلونو کې پاکستان ته تللی و او هلته یې د القاعده شبکې له مشرانو سره کتلي او د وسلو او بمونو جوړولو روزنه یې تر لاسه کړې وه.


امریکايي چارواکي وايي، نوموړی دوی ته له دې کبله ډېر مرستندویه و چې هغه د القاعده شبکې له عملیاتو سره بلد و.


ځاځي په محکمه کې بخښنه وغوښته او ویې ویل هغه د القاعده شبکې د مبلغ انور الاولکي ویناوو ته غوږ نیولو افراطي کړی وی.


نجیب الله ځاځی افغانستان کې زیږیدلی و، ماشومتوب کې پاکستان او بیا وروسته د امریکا نیویارک ته تللی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса