Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د سمنګان چارواکي: ۱۸ وسله‌وال ووژل شول او ۱۱یې اسیران شول

0
افغان چارواکي وايي چې د سمنګان ولایت په روی دوآب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نژدې ۳۰ طالبان مړه او اسیران شوي دي.


د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې په‌دې اړه نور جزئیات ورکړل:


"ګډو ځواکونو په روی دوآب ولسوالۍ کې د دېره طالبانو پرضد عملیات وکړل. شاوخوا شپږ کلي له طالبانو تصفیه شول، اتلس وسله‌وال یې مړه او ۱۱ کسان یې اسیران شول. دا عملیات اوس مهال پای ته رسېدلي."


د عزیزي په وینا په‌دې عملیاتو کې چې د چهارشنبې په ماښام پیل شوي وو، یوه اندازه وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.


د سمنګان د والي ویاند زیاته کړه چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.


طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса