Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

خليل‌زاد: د دې وخت راغلى چې وسله‌وال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي

0
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې وسله‌وال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.


زلمي خليل‌زاد تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دى.


ښاغلي خليل‌زاد ليکلي چې د طالبانو له استازو سره د کتنې په پيل کې طالبانو ته ويلي چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي او غواړي چې په هېواد کې يې جګړه پاى ته ورسېږي.


خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي نن د جګړې درولو لپاره د زلمي خليل‌زاد غوښتنه رد کړې ده.


راپورونه وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې تېره چهارشنبه پيل شوې.


د طالبانو وياند د چهارشنبې په ورځ ليکلي وو چې ښاغلي خليل‌زاد د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса