Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د اقليمي بدلون په اړه د امريکا کانګرس یوه لایحه تصویب کړه

0
د امريکا د متحدو ايالاتونو د کانګرس د استازو جرګې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، يوه لايحه تصويب کړه چې د پاريس د اقليمي بدلون له تړونه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وتلو مخه ونيسي.


خو داسې نه ښکاري چې دغه لايحه دې د مشرانو جرګې له خوا چې جمهوريت غوښتونکي په کې اکثريت دي، تصويب شي.


استازو جرګې پرون د اقليمي بدلون دغې لايحې ته ٢٣١ موافقې او ١٩٠ مخالفې رايې ورکړې.


د لايحې په تصويب کې درېيو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراتانو سره ملګرتيا وکړه.


لايحه له ولسمشر ټرمپه غواړي چې د پاريس اقليمي بدلون ته ژمن پاتې شي.


دغه نوى قانون د فډرالي حکومت د بودجې مخه هم ډب کوي چې د اقليمي بدلون له تړونه د وتلو لپاره په کارېږي.


ډونالډ ټرمپ په ٢٠١٧میلادي کال کې وويل چې غواړي د اقليمي بدلون له هغه اختياري تړون څخه چې په پاريس کې لاسليک شوى و، ووځي.


هغه تور لګولى چې دغه تړون د امريکا پر شرکتونو او حکومت غيرعادلانه محيطي غوښتنې ورتپلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса