Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه پاى ته ورسېده

0
په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د يوه پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.


په پرېکړه‌ليک کې له وسله‌والو طالبانو غوښتنه شوې چې جګړه پاى ته ورسوي او روغه جوړه وکړي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت د روژې په مناسبت په لسګونو طالبان له زندانونو ازادوي:


"زه نن جرګې او د روژې مبارکې مياشتې ته په درناوي، د ښه نيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دوستانه حرکت په توګه غواړم ١٧٥ طالبان چې له کلونو راهيسې بنديان دي، له زندانونو خوشې کړم."


د سولې مشورتي لويې جرګې شا و خوا ٣٢٠٠ برخوالو له دوشنبې راهيسې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د څرنګوالي په اړه بحثونه وکړل.


که څه هم په جرګه کې د وسله‌والو طالبانو استازو برخه نه درلوده، ځينو سياستوالو، دغه راز د جمهوري رياست د ټاکنو ځينو کانديدانو دغه جرګه تحريم کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса