Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د چارواکي په توګه لوړه وکړه

0
امريکايي جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د عالي رتبه پوځي چارواکي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.


ولټرز نن په بلجيم کې د ځانګړو مراسمو پر مهال د ناټو په مقر کې د په اروپا کې د ائتلاف د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.


دا هغه څوکۍ ده چې د امريکا پوځي چارواکي ورته ټاکل کېږي.


مراسمو ته په خبرو کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، دغه ټاډ ولټرز په مهمو ماموريتونو کې برخه اخېستې ده:


"د دې وخت راغلى چې د رهبرۍ واګي جنرال ولټرز ته وسپارل شي. ټاډ چې د هوايي ځواک پيلوټ هم دى، په عراق او افغانستان کې جنګېدلى دى."


ولټرز د امريکا د بل جنرال کورټيس سکاپاروتي پر ځاى پر دغه مقام وټاکل شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса