Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: په کندهار کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د کندهار چارواکي وايي، تېره شپه په ميوند، سپين بولدک، شاه وليکوټ او خاکرېز ولسواليو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د کندهار د پوليسو ویاند وایي، ۵ وسله وال طالبان د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.


جمال ناصر بارکزي وويل، پاتې وسله وال په نورو ولسواليو کې وژل شوي دي.


ده زیاته کړه:


"د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشان سيمه کې وسله وال طالبان پر يوه کمين وربرابر شوي چې ١٥ طالبان پکې وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي، د سپين بولدک ولسوالۍ پر ناوې پوسته جګړه شوې چې ٣ طالبان هلته وژل شوي او يو تن ټپي دى."


بارکزى وايي، د کندهار- ارزګان د لويې لارې کنډک په جګړه کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ ټپيان شوي دي.


په دغو جګړو کې د ٢ پوليسو د ټپي کېدو خبر هم ورکول شوی دى.


بل خوا د کندهار په دامان ولسوالۍ کې درې ماشومان نن سهار په یوه بمي چاودنه کې ټپيان شوي دي.


تر اوسه د دغو پېښو په اړه د دولت وسله والو مخالفانو تبصره نه ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса