Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

یوناما: د جګړې ښکېلې خواوې دې د روژې په مناسبت جګړه ودروي

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د شخړې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د روژې په مناسبت جګړه ودروي.


د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې روژه افغانانو ته د عبادت او رياضت زمينه برابروي، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شويو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى.


يوناما د روژې په مناسبت د جګړې بندولو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو د حکومت د اوربند پېشنهاد نه دى منلى.


جمهوري رياست پرون هم خپله خبره تکرار کړه، هغه دا چې حکومت اوربند ته تيار دى، خو په دې شرط چې دوه اړخيز وي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса