Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره ټیلیفوني خبرې وکړې

0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د سولې پروسې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.


د جمهوري رياست وياند هارون خچانسوري نن رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل، دغه ټيليفوني مکالمه نن شوې ده.


ده زیاته کړه:


"عمران خان د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان د ولسمشر د اقتصاد محوره او منطقوي اتصال د برنامو هرکلى یې وکړ او ويې ويل چې د پاکستان حکومت همنظره برنامې لري."


ښاغلى خچانسوري وايي، عمران خان په دې مکالمه کې ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.


د دې سفر د نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي.


جمهوري رياست وايي، ولسمشر غني د دې سفر بلنه منلې او د دواړو هېوادونو ډيپلوماتيک مراجع به د دې سفر نېټه وټاکي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса