Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ولسمشر غني او عمران خان ټیلیفوني خبرو خلیلزاد خوشحاله کړی

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم عمران خان تر منځ په وروستیو ټیليفوني خبرو خوښي ښودلې.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون خپلو کې ټیليفوني خبرې وکړې چې د چاراکو په وینا، دواړه لوري د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په نتیجه کې پر اقتصادي ودې غږېدلي دي.


زلمی خلیلزاد چې دا مهال له طالب استازو سره د خبرو لپاره دوحه کې دی، پر خپل ټوېټر یې د دوو هېوادونو د مشرانو د دې خبرو په اړه لیکلي:


"دواړو مشرانو هغه اقتصادي شراکت ستایلي چې د سولې په ځانګړې توګه د سیمه ییز اتصال په نتیجه کې ترلاسه کېدای شي."


ښاغلي خلیلزاد دا یو داسې شریک لیدلوری بللی چې په وینا یې په واقعیت کې سیمه وړاندې بیولای شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса