Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د فاریاب چارواکي د حکومت د ۱۸ مخالفو وسله والو د وژلو ادعا کوي

0
په فاریاب کې امنیتي چارواکي د حکومت د ۱۸ مخالفو وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي.


د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو کتار چې پرون د میمنې له ښاره د خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسوالیو ته د حرکت په حال کې و، د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.


د ښاغلي یورش په وینا، جګړې تر پرون مازیګر پورې دوام وکړ چې په کې اتلس وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.


نوموړي وویل چې د طالبانو دوه تنه ځان وژونکي هم ژوندي نیول شوي دي.


د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش زیاته کړه چې په دې جګړه کې د دوی خوا ته څلور سرتېري ټپیان شوي دي.


د یورش په وینا، د هاوان د یوې مرمۍ لګېدو د دوو ښځو په ګډون درې تنه ملکیان هم ټپیان کړي دي.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса