Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

هوتک: د احمد شاه ابدالي په کرکټ سیالیو کې نجیب ترکي ۶۷۰ منډې کړي

0
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د احمد شاه ابدالي د کرکټ په څلور ورځنیو یا فرسټ سیالیو په لړ کې تر دې دمه نجیب ترکي په پنځه سیالیو کې ۶۷۰ منډې جوړې کړي او د جدول په سر کې ځای لري.


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب ترکي ترڅنګ شاهدالله بل هغه منډه جوړونکی دی چې په پنځه سیالیو کې يې ۶۱۰ منډې کړي او د نومرو په جدول کې يې دوهم ځای خپل کړی دی.


همدا شان د دې سیالیو د توپ اچونکو په نوم‌لړ کې بیا ظاهرخان چینه مین د ۳۰ وېکټو په اخېستو لومړی او ظهیر د ۲۹ لوبغاړو په سوځېدو دوهم ځای خپل کړی دی.


د احمد شاه ابدالي د کرکټ دغه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان د پنځه زونونو د لوبډلو ترمنځ په کابل، ننګرهار او کونړ کې پیل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса