Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

چارواکي: په تخار کې د طالبانو په حمله کې ۷ پولیس وژل شوي

0
چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د مې په اومه سهار وختي د تخار د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړه چې اووه پولیس په کې وژل شوي دي.


حمله په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې شوې ده.


د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري دا خبر تأیيد کړی دی.


هجري د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو ته هم تاوان رسېدلی دی. 


خو د هغوی د تلفاتو دقیق رقم نه دی څرګند شوی.


وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي. 


له بله پلوه د افغانستان د سولې عالي شورا نن بیا پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي. 


د سولې عالي شورا غوښتنه وکړه چې داسې یو کمېسون دې جوړ شي چې د وسله والو طالبانو د زندانیانو د ازادۍ لپاره کار وکړي.


د شورا ویاند ازادي راډیو ته وویل چې دا کار له سولې سره مرسته کولای شي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса