Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د لوګر د علماوو شورا مرستیال او د جامع جومات خطیب وژل شوی

0
نامعلومو وسله‌والو د لوګر د علماوو شورا مرستیال او د لوګر د جامع جومات خطیب مولوي امیر جان وژلی دی.


د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب‌الله ستانکزي نن ازادي راډيو ته وويل، مولوي امیر جان کلیوالو ته د تراوېح لمونځ ورکاوه چې تېره شپه ناپېژانده وسله‌والو په ډزو وواژه.


ښاغلی ستانکزی زیاتوي:


"د علماوو شورا مرستیال چې د لوګر ولایت د جامع جومات خطیب هم وو، بېګاه شپه د مرکز په مربوطاتو کې چې د امنیت له نظره اسیب پذیره ساحه وه، مولوي صیب امیر جان يې د تراوېحو په لمانځه کې په شهادت رسولی."


تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса