Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د پنجاب په مرکز لاهور کې چاودنې ۸ کسان ووژل او ۲۵ یې ټپیان کړل

0
د لاهور ښار امنیتي مقامات وايي، په دغه ښار کې یوې چاودنې چې نن د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د لاهور په ګڼ مېشته سیمه داتا دربار زیارت ته څېرمه وشوه چې لږترلږه ۸ کسان یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپيان کړي دي.


د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عارف نواز خان د پېښې په ځای کې د رسنیو له استازی سره په خبرو کې وویل چې په دغه چاودنه کې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي.


نوموړی په دې اړه وايي:


"دا یو ځانمرګی برید و چې هدف یې د داتار دربار د زیارت امنیتي پولیس وو، په دغه برید کې د ۵ پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي."


داتا دربار زیارت د لاهور په ګڼ مېشته مرکزي سیمه کې پروت دی چې هر مهال پکې د خلکو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وي.


د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پنجاب ایالت چارواکو پېښه غندلې او له اړوندو ادارو څخه یې د بېړنیو تحقیقاتو او راپور غوښتنه کړې ده.


د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې ډلې په لاهور کې د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса