Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

رستمي: په ۷ ولایتونو کې به د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې طرحې له جوړېدو خبر ورکوي چې پر بنسټ به یې په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه طرحه د وروستي کېدو په حال کې ده:


"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط برابر دي."


نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي.


د کرنې وزارت وايي، د یادو باغونو په جوړېدو سره به د بڼوالو اقتصادي وضعیت هم بدلون وکړي او هېواد ته له نورو هېوادونو د خرما واردات به هم راکم شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса