Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ارزګان چارواکي: په هوايي حملو کې د یوه کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

0
د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ غړي وژل شوي او یو کوچنی ټپي شوی دی.


د ولایتي شورا غړي محمد کریمي نن پنجشنبه سهار ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د ترینکوټ ښار اړوند د سرتور بابا په سیمه کې پر یو کور کړی.


د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین‌الله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې تېرماښام له یادې سیمې یوازې ماشوم ورته ور وړل شوی دی. 


ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ او د غوڅ ملاتړ د ماموریت له مسؤلینو سره هم خبرې وکړي، خو بریالۍ نه‌شوه.


خو د دغه ولایت د څلورمې پلي لوا مسؤلین بیا دا خبرې رودي چې دغلته دې په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي وي.


دا په‌داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې افغان او بهرنیو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند چینو، خانقه او سرتور بابا سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса