Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن د سیالۍ ډګر ته وځي

0
د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې یو ورځنۍ لوبې یا ODI لپاره د سیالۍ ډګر ته وځي.


ټاکل شوې چې د سکاټلنډ په ادینبرا ښار کې دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پیل شي.


د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي سلاکار تاج ملوک عالم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.


ده وویل:


"دا لوبه د ټیم لپاره ځکه مهمه ده چې د نړیوال جام په درشل کې د لوبغاړو همغږي او کمبینېشن پرې جوړېدای شي او زموږ د لوبې لپاره د لوبغاړو پرکټس هم ډېر مهم دی."


افغانستان به د جون په لومړۍ نېټه د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له استرالیا سره وکړي، خو د دې سیالیو له پیله مخکې پنځه تمریناتي مسابقې کوي چې یوه به یې له سکاټلنډ، دوه له ایرلنډ، یوه له پاکستان او یوه له انګلستان سره وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса