Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

پر نازي جرمني د متحدانو د بریا ۷۴یمه کلیزه په روسیه کې ونمانځل شوه

0
په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د متحدانو د بریا ۷۴یمه کلیزه پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه پوځي پرېډ او په لویو ښارونو کې د محفلونو په ترڅ کې ونمانځل شوه.


ولسمشر ولادیمیر پوتین، صدراعظم دیمیتري میدویدوف او د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف پرون سهار په مسکو کې د پرېډ په مراسمو کې ګډون وکړ.


وروسته سلګونه زره کسانو په مسکو کې د کلني لاریون په ترڅ کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد د ۲۷ میلیونو ملکي وګړو د مړینې په یاد د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړ.


ولسمشر پوتین پوځیانو او مخکښو چارواکو ته په وینا کې وویل چې د نازي جرمني له منګولو د اروپا ازادي اصلاً پخواني شوروي اخیستې.


پوتین وویل، د اوکراین پلازمېنه کییف د روسیې یوه پخوانۍ پلازمېنه وه.


منتقدان وايي، د ولسمشر پوتین حکومت په وروستیو څو کلونو کې پر نازي جرمني بریا ته ملي بڼه ورکوي.


پوتین وویل چې دا بریا د هغو جنګیالیو په مټ ترلاسه شوې ده چې د روسیې له پخوانیو پلازمېنو کییف او ویلکي نووګورد څخه یې په مېړانه دفاع وکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса