Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ګردېز ښاروالۍ ۲۴ قلمه بېلابېلو توکو ته په افغانیو نرخونه ټاکلي

0
د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروالۍ په دغه ښار کې پر کلدارو د پېر او پلور د مخنیوي له پیل شوې پروسې سره د مرستې په پار د ۲۴ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو ته په افغانیو نرخونه ټاکلي دي.


که څه هم د ګردېز د ښاروالۍ دا کړنه د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې له نیوکې سره مخ شوې، خو د ګردېز ښاریانو د ښاروالۍ دا کړنه ستایلې او د عملي کېدو غوښتنې یې کړي دي. 


د ګردېز ښاریان وایي، مخکې به چې یو جنس په شلو کلدارو و، هغه اوس تقریباً په پنځلس افغانۍ دی چې په دې کې ټول زیان د عام ولس دی.


دوی له مسؤلو چارواکو غواړي چې دغه بیې د کاغذ پرمخ پرېنږدي او تطبیق یې کړي.


د یادولو ده چې په پکتیا کې یوازې په مرکزي ښار ګردېز کې تقریباً تر اویا سلنې د کلدارو د چلند مخه نیول شوې ده. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса