Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

الیس ویلز د افغانستان پر شفافو او باوري انتخاباتو ټینګار وکړ

0
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز کابل ته د سفر پرمهال د افغانستان پر شفافو او باوري انتخاباتو ټینګار وکړ.


په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې مېرمن ویلز نن په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له غړو سره ولیدل.


په‌دې لیدنه کې الیس ویلز د رای ورکوونکو د نوم‌لېکنې پروسې پر چټکې اماده‌ګی او د انتخاباتو د بهیر لپاره د اړتیا وړ کارکوونکو پر ګمارلو هم ټینګار وکړ.


په کابل کې د امریکا سفارت په خبره میرمن ویلز به د مدني ټولنو له غړو سره هم وګوري او د سولې په اړه به د هغوی نظرونه واوري.


 الیس ویلز پرون د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په جلا جلا توګه ولیدل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса