Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د کندهار چارواکي: افغان ځواکونو سره په نښته کې ۷ طالبان وژل شوي

0
د کندهار امنیتي چارواکي په‌دې ولایت کې د اوو تنو وسله‌والو مخالفینو او دوو پولیسو د وژل کېدو خبره کوي.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ښورابک ولسوالۍ کې د دواړو لورو تر منځ نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده:


"په‌دې پېښه کې اووه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي. دوه پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."


د ښاغلي بارکزي په خبره دا نښتې وروسته له هغه وشوې چې طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.


په یوه بل خبر کې د کندهار د امنیتي چارواکو په حواله ویل شوي چې له تېرې اوونۍ راهیسې په‌دغه ولایت کې اته تنه د ماین جوړونې او غلچکي بریدونو په تور نیول شوي دي.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې دغو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه پر دواړو موضوعاتو تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса