Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

مجیب ځدران په ایرلنډ کې د کرکټ افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي

0
ټاکل شوې نن سې شنبه مجیب ځدران په ایرلنډ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي.


مجیب ځدران، نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ هغه درې تکړه لوبغاړي دي چې د هندوستان د غوره‌لیګ سیالیو په لوبو کې بوخت وو.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته په‌دې اړه وویل:


"زموږ دا درې لوبغاړي د نړۍ په کچه له غوره لوبغاړو څخه دي، دا لوبغاړي چې د ملي لوبډلې په جوړښټ کې یو ځای شي د ملي لوبډلې ترکیب به لا پیاوړی شي او موږ هیله مند یو چې له ایرلنډ سره په لوبه کې افغانستان ښه لاسته راوړنې ولري."


نوموړي وویل، ټاکل شوې چې محمد نبي او راشد خان د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.


له ایرلنډ سره لومړۍ لوبه د همدې میلادي میاشت په ۱۹مه او دوهمه لوبه به په ۲۱مه نېټه ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса