Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی

0
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی دی.


له کله راهیسې چې امریکا پر ایران خپل بندیزونه تمدید کړي، هند د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.


جواد ظریف نن د مې په ۱۴مه، وویل چې په سیمه کې د تازه پرمختګونو او دوه اړخېزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.


ظریف د هند د بهرنیو چارو د وزیرې، سوشما سوراج سره تر کتنې مخکې، وویل:


"هند زموږ ډېر مهم سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ييز شریک دی."


امریکا تېر کال د ایران سره له نړیوالې موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، ووته.


امریکا سږکال پر ایران بندیزونه له سره نافذ کړل. 


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ایران د تېلو صادرات به صفر ته ورسوي. 


چین او هند د ایران د تېلو تر ټولو ستر خریداران دي.


امریکا مخکې، د هند او چین په ګډون د نړۍ شپږو هېوادونو ته استثنايي مهلت ورکړی و چې د ایران تېل واخلي خو د مهلت موده یې تمدید نه‌کړه. 


له هغه راهیسې، چین او هند د ایران د تېلو اخېستل بند کړي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса