Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

سپینه ماڼۍ پر یو پوځي پلانونو کار کوي

0
سپینه ماڼۍ پر داسې پوځي پلانونو کار کوي چې پر امریکايي ځواکونو د ایران له لوري د حملې په صورت کې یا په‌داسې حالت کې چې ایران خپل اټمي پروګرام چټک کړي، امریکا وکولای شي چې یو لک او شل زره عسکر منځني ختيځ ته واستوي.


دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی دی.


ورځپاڼې پرون د مې په دیارلسمه، د پټو سرچینو په حواله وویل چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، پاتریک شانهان خپل دا پلان تېره اوونۍ د لوړ رتبه امنیتي چارواکو په غونډه کې بحث ته وړاندې کړ.


د ټایمز په حواله، په‌دې پلان کې مختلف امکانات شامل شوي او عملي کول یې ښايي میاشتې وخت ونیسي.


په رپوټ کې راغلي چې د پاتریک شانهان په پلان کې د ایران د ځمکني اشغال انتخاب نه‌دی شامل شوی. 


د امریکا دفاع وزارت یا سپینې ماڼۍ تر اوسه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دې رپوټ په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса