Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې کسان وژلي

0
د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې نن سهار یوې چاودنې د دوو ماشومانو په شمول درې کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي.


چارواکي وایي، په ټپیانو کې د اوبه ولسوال رحم الدین سرورزی او لس ماشومان شامل دي.


د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چاودېدونکي موادو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.


الکوزي زیاته کړه:


"هغه وخت چې د اوبه ولسوال له کوره دفتر ته روان و، د سرکوچه په سیمه کې د ولسوال د موټر د رسېدو پر مهال موټرسایکل کې ايښودل شوي چاودېدونکي مواد وچول شول."


د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر کله وسله وال طالبان پر حکومتي چارواکو دا ډول بریدونه کوي.


د اوبه ولسوالي د هرات د مرکز په نږدې شل کیلومترۍ کې پرته او د دې ولایت یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса