Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

د غزني چارواکي وايي، په څو حملو کې ١٨ طالبان وژل شوي

0
د غزني ولايت چارواکي وايي، په څو حملو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د والي وياند محمد عارف نوري نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه عمليات له پرون راهيسې روان دي.


دی وایي:


"په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د غزني ولايت د مرکز، اندړو او ده يک ولسواليو په اړوندو سيمو کې ٧ هوايي بريدونه او يو توپچي انداخت شوى چې د درېيو سرګروپانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه يې ټپيان دي."


وسله وال طالبان په اندړو کې د برید خبر مني، خو وايي چې څلور ملکيان وژل شوي دي.


د والي وياند وايي په دغو پېښو کې ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса