Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2019

له روسیې د میزائیلو د دفاعي سېستم د رانیولو په اړه د اردوغان ټینګار

0
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا ټينګار وکړ چې له روسيې څخه به د ميزائيلو (S-400) ډوله دفاعي سېستم رانيسي.


ده ويلي چې د دغو موافقو په اړه د امريکا له مخالفت سره سره به له مسکو سره په راتلونکي کې د (S-500) ډوله دفاعي سېستم په توليد کې همکاري وکړي.


ښاغلي اردوغان پرون په استانبول کې د محصلانو د پوښتنو او ځوابونو په يوه جلسه کې وويل:


"په دې کې شک نه شته چې ترکيه به د (S-400) ډوله دفاعي سېستم د رانيولو اقدام کوي، دا يوه شوې موافقه ده."


اردوغان په خپلو خبرو کې زياته کړه، تر (S-400) ډوله دفاعي سېستم وروسته به په ګډه (S-500) ډوله سېستم توليد شي.


د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې او د کانګرس غړو له ترکيې غوښتنه کړې چې له روسيې د ميزائيلو د دفاعي سېستم د رانيولو موافقه فسخه کړي.


لوېديځ قدرتونه وايي، دغه دفاعي سېستم د ناټو له سېستمونو سره اړخ نه لګوي او د امريکا ساخت جنګي الوتکو ته خطر پېښوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса